انصار: (د غویی8مه)، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د اندیښنو په دوام، د دغه هیواد حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د POR کارتونو موده یې د ۲۰۲۴ د جون تر ۳۰ مې نیټې غځولې ده.
د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د حکومت لخوا په خپره شوې رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پي او آر کارت لرونکي کسان به تر ټاکلي وخت پورې د پولیسو لخوا نه ځورول کیږي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې راپور ښيي چې په پاکستان کې شاوخوا ۱٫۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې ۵۰ زره یې د پي او آر کارت لري.
په همدې حال کې پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړی او یوازې د دې پروسې په لومړي پړاو کې د ۲۰۲۳ له سپټمبر څخه د روان کال د اپریل تر لومړیو پورې شاوخوا ۵۴۷ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.
د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت همداراز ویلي چې د POR کارت لرونکي کسان به د اخراج په درېیم پړاو کې خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31301